دایکندي: د واوره ښوییدنې تلفات ۲۵ تنو ته رسیدلي

دایکندي: د واوره ښوییدنې تلفات ۲۵ تنو ته رسیدلي

د دایکندي چارواکي په دې ولایت کې د وروستیو واوره ښوییدنو تلفات ۲۵ تنو ته لوړ شوي ګڼلي.
د والي مرستیال یې محمد علي ارزګاني وایي، چې دا پېښې په ۳ ولسوالیو کې شوي.
د سرچینې په وینا تازه پېښه نن په اشترلي ولسوالۍ کې شوې، چې دوه نجونې او یو هلک پکې مړه شوي.
نورې پېښې په میرامور او سنګ تخت ولسوالیوکې شوي.
چارواکي له زیانمنو سره عاجله مرسته هم غوښتې ده.




t