د ترکیې ولسمشر نن د پاکستان پارلمان ته وینا کوي

د ترکیې ولسمشر نن د پاکستان پارلمان ته وینا کوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، چې پاکستان ته په سفر ورغلی، نن به د دغه هېواد د پارلمان ګډې غونډې ته وینا وکړي.
هغه پرون له خپل پاکستاني سیال عارف علوي سره هم لیدلي.
پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو مسایلو بحث د دغه سفر مهم بحثونه دي.
اردوغان به نن د جمعې لمونځ په فیصل جومات کې ادا کړي.




t