پمپئو: افغان سولې ته نور ګامونه هم ضرور دي

پمپئو: افغان سولې ته نور ګامونه هم ضرور دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو د دې ترڅنګ، چې وسله والو طالبانو سره د امریکایي پلاوي په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی، خو وایي نور ګامونه هم باید واخیستل شي.
هغه په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې اصلي هدف د تاوتریخوالي کمیدل دي، څو ورسره د طالبانو اراده د سولې لپاره زبات شي.
تېره شپه ولسمشر ټرمپ هم په خبرو کې د پرمختګونو خبر ورکړل او ویې ویل، چې سولې ته نیږدې شوي.




t