ځوانانو معین د یو شمېر ځوانانو ستونزې واوریدې

ځوانانو معین د یو شمېر ځوانانو ستونزې واوریدې

د ځوانانو چارو معین محمد اجمل شاه پور د یوې لیدنې په ترڅ کې د ځوان محور اجتماعي بنسټ له رئیس او د رهبرۍ غړو سره د ځوانانو پر وړاندې د موجوده ستونزو او د هغوی د حل پرلارو چارو خبرې وکړې.
د ځوان محور اجتماعي بنسټ رئیس نویدالله ازاد د خپل سازمان پرفعالیتونو او لاسته راوړنوپه اړه مالومات ورکړل او د خپلو طرحو او پلانونو په اړه یې رڼا واچوله .
د غونډې نورو ګډونوالو ویې ویل چې که څه هم په تیرو کالونو کې د پام وړ کارونه شوي دي خو د ځوانانو په برخه کې چې څومره اړینه وه دومره څه نه لیدل کیږي.
دوی همداشان زیاته کړه چې د ځوانانو په اوسني نفوس کې یو د ځوانانو چارو معینیت نشي کولای چې په دې امکاناتو د هېواد ټولو ځوانانو ته رسیدنه وکړي، دوی له ولسمشر وغوښتل چې د ځوانانو چارومعینیت تشکیل پراختیا ومومي
دوی همداشان وویل چې موږ د ځوانانو معینیت سره په ټوله معنا همکار یو ترڅو د ځوانانو په برخه کې د پام وړ کار شوی وي.
د ځوانانو چارو معین محترم محمد اجمل شاهپور د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې ،ځوانان د سبا ورځې رهبران نه بلکه د نن ورځې رهبر باید واوسي.
شاهپور زیاته کړه چې د ځوانانو چارومعینیت هغه وخت مفید واقع کیږي چې ستاسو په شان ځلانده ځوانانو سره راشه درشه ولري .
شاهپور زیاته کړه چې ځوانان اوس هم د افراطیت، اعتیاد، بې وزګارۍ او بې وزلۍ څخه سرټکوي او ددې ټولو ناخوالوڅخه د خلاصون یواځنی لار له نژادي، ژبني او مذهبي توپیرونو پرته د یو متعهد ملت په توګه د یو قوي صف جوړول دي او ترڅنګ یې منبرونه هم کولای شي چي د ځوانانو د اذهانو په تنویر کې مهم رول ولوبوي .
شاهپور همداشان زیاته کړه چې د ولسمشر سره مې د ځوانانو اړوند بیلابیلې طرحې شریکې کړچې په راتلونکي کې به د یو مثبت بدلون شاهدان واوسو.
ده د یاد بنسټ له رهبرۍ وغوښتل چې د ځوانانو معینیت سره د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړي ترڅو د ځوانانو لپاره په مشترک ډول برنامې په لار واچول شي




t