امير پولاد سوري

امير پولاد سوري

و اصلی برخی ته ورشید پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
امير پولاد سوری (۱۳۰ هـ ق ) کې د غور شاوخواسيمې واکمن ، د جهان پهلوان امير کروړ غوري پلار او دی په تاريخ کې په څو نومانو ياد شوی دی . دده يو نوم امير پولاد سوری ، بل ېې امير پولاد غوري يا غورياخېل ياد شوی چې په ريښتيا هم د ننني افغانستان د غور ولايت اوسېدونکی و . امير پولاد سوري د غور ولايت سيمه واک او جرگه مار مشر پاتې شوی . دی د ملک شنسب بن خرنک له اولادې څخه يو ننگيالی افغان امير و چې ېې د غور پر غرونو حکمراني درلوده . ده خپل د سيمې د خلکو په دفاع کې او د خپلو پلرو د نوم ژوندي ساتنې په موخه د وخت د بني اميه په مقابل کې د ابی مسلم خراساني مرستې ته راووت څو خپله سيمه له يرغله وساتي او ابو مسلم خراساني يوازې پاتې نشي . ابی مسلم خراسانی چې د ال عباس ټبر څخه و امير پولاد څخه مرسته غوښتې وه . لکه څنگه چې ابی مسلم د (۷۴۷ زېږيز ) په شاوخوا کې راپاڅېدلی و ، نو د امير پولاد د امارت نېټه هم په هغه وختونو کې ټاکل شوېده ده . د امير پولاد غوري د اسارت مرکز د غور په مندېش کې مېشت و . او د غور نور غرونه هم دده تر ولکې لاندې و . د امير پولاد تر مړينې وروسته د غور امارت د هغه د ورور زامنو ته پاتې شو .

سرچينې
د افغانستان نوميالي ( عبدالرووف بېنوا ) مخ ۴۹۲ ـ ۴۹۳ مخ .
۱ـ طبقاث ناصری ـ ۱/ ۳۲۴ مخ
۲ـ افغانستان بعد از اسلام ـــ ۱/ ۱۳۲
۳ـ پټه خزانه ــ ۲۹ مخ .
دغه البوم د افغانستان د نومورکو نومياليو د پېژندلو هڅه کوي. په دې هيله چي ددې برخي پوهان مو مرسته وکړي.
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
منډيګک




t