کونړ: ښوونځیو او عامه ځایونو کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

کونړ: ښوونځیو او عامه ځایونو کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

د کونړ څوکۍ ولسوالۍ ځوانانو او ولسي شوراګانو له خوا په ښوونځیو او عامه ځایونو کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو.

د کونړ د رسنيو دفتر وايي، له همدې امله په جوړ شوو مراسیمو کې چې د څوکۍ ولسوال سربېره په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازې اغلې وږمې ساپۍ، ځوانانو او قومي مخورو برخه اخیستې وه، ډاډ څرګند کړ، چې د یادې ولسوالۍ ښوونځي او عمومي شهرا به په نویو نیالګیو ښکلې کړي.

سږکال کونړ ۱،۲ میلیونه نیالګي کېنول کیږي، چې د هوا ککړ تیا مخنیوي ترڅنګ به د خلکو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې هم د پام وړ رول ولوبوي.




t