د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین: کونړ کې ستر فرهنګي مرکز جوړوو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین: کونړ کې ستر فرهنګي مرکز جوړوو

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له معین او د هېواد د ۳۳ ولایتونو د اطلاعاتواو فرهنګ ریاستونو له رئیسانو سره د ځانګړې ناستې په ترڅ کې دوی ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د کونړ په ټولنیز او فرهنګي وضعیت خبرې وکړې او د وزارت له پلاوي یې وغوښتل، چې په کونړ کې د تاریخي ابداتو رغونې، کتابتونونو، عملي او فرهنګي مرکزونو جوړېدو ته پاملرنه زیاته کړي.

د کونړ د رسنيو دفتر وايي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین محمد رسول باوري وایي د ولسمشر ځانګړې پاملرنې په اساس به د یاد وزارت له لوري په دې ولایت کې ستر فرهنګي مرکز جوړ شي او ترڅنګ به یې په روان مالي کال کې د ۳ تاریخي ابدو د رغونې چارې پیل کړي.

ښاغلي باوري د کونړ ادارې او ولسونو د مېلمه پالنې څخه د مننې ترڅنګ دې ولایت ته د هېواد د فرهنګیانو دغه سفر ګټور وباله او ژمنه یې ورکړه، چې د فرهنګي چارو بهبود په برخه کې به د کونړ له ادارې او ولس هيڅ راز همکاري ونه سپموي.




t