ایا مینه حقیقي او مجازي ویش لري؟

ایا مینه حقیقي او مجازي ویش لري؟

که څوک غلط پوه کړل شوي وي، چې ګواکي مینه مجازي ده، پوه دې شي، چې نه؛ مینه یوه مینه ده، دا به یو وخت خلکو ویل چې مینه مجازي شی ده اوس یې که سړی ووایي بد ښکارېږي.

له خپلې ګرل فرېنډ/مېرمنې سره مینه کول همدا حقیقي مینه ده، باور پرې ولرئ، همدا وکړئ.

مینه په ابسټرېکشن(انتزاع) کې راځي او یو تجریدي مفهوم دی، مجازي او حقیقي ویش نه لري. زموږ ډېری ځوانان پدې مینه نه کوي، چې مینه یو مجازي او بې ارزښته شی ورپېژندل شوې وي.

ځینې نور بیا پدې اند دي، چې اوسني عصر کې مینه نشته، هوس دی، دا هم غلطه خبره ده، هو انسانانو فکراً خورا تکامل کړی دی؛ خو پدې مانا نده چې ګواکي فریبکار شوي دي او ټول انساني مفاهیم له منځته تللي؛ نه، فریبکار انسانان هم شته؛ خو همدې معاصره نړۍ کې لویه انساني کتله ښه انساني او له مینې ډک ژوند کوي.

هارون سمون

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t