د ملنګ جان د ۱۰۵ کليزې په ياد !،

د ملنګ جان د ۱۰۵ کليزې په ياد !،

ارواښاد سر محقق دوست شينواری په خپلې شعري ټولګې(سلګۍ ) کې چې په ۱۳۴۶ ل کال کې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوې ليکلي :
کله چې مې د شپې له خوا په راډيو کې په ترافيکي پيښه کې د ملنګ جان د وفات خبر واوريده نو دا شعر مې وليکه :

د ملنګ جان په وير
همځولو! څه دی، دا ماتم د څه دی
دا مو په مخ اوښکې خپرې ولې دي
ما هم خبر کړئ چې دا ژاړئ ولې؟
دا په ژړا مو سترګې سرې ولې دي؟
دا پښتنی زړونه دردیږي ولی؟
دا پښتنې شونډې سپېرې ولې دي؟
د کوم شاعر ځوانیمرګ یاد دی که څه
دا ډکې سترګې فوارې ولې دي؟
ملګرو! دغه څه ماتم راغلی
چې هېر به نه شي داسې غم راغلی
******
ملګرو دروغ ده که رښتيا ده، څه دي
چا راته وویل چې ملنګ درنه لاړ
نه راستنيږي په خوارۍ او زارۍ
ستاسو په ننګ سوی پتنګ درنه لاړ
په دې بې ننګه ژوندون یې نه و پیرزو
د ماشوم زوی سره ترڅنګ درنه لاړ
په فريادونو یې بیدار چې نه شوی
تاسو ویدو نه شو په تنګ، درنه لاړ
نور نو ژوندون ورته پيغور ښکاره شو
د آرام ځای نورورته ګور ښکاره شو
****
مرګیه! لږخوانتظار و په کار
ارمان په زړه د ملنګ جان پاتې شو
یو یې پښتون لا راويښ کړی نه و
بل یې ارمان پښتونستان پاتې شو
دا ارمانجن زړه به نو خاورې څه کا
دلته پښتون غریب حیران پاتې شو
*****
هغه زلمی چې یې و زړو کې مقام
څنګه دې کړ په سپېرو خاورو ارام

انجینر زهير شينواری




t