ميين شه!

ميين شه!

‎میین شه
‎په یوه څاڅکي
‎چې رنګارنګ ګلان در وویني
‎پاڼې ترې پيدا شي
‎مړو جرړو ته ساه شي

‎میین شه
‎په یوه لمر
‎چې ‌‌‌‌‌‌ډېرې ذرې وځلوي
‎وړانګې سترګې در رڼې کړي
‎سهارونه
‎بېلابېلې موخې درکړي

‎میین شه
‎پر ځمکه
‎چې شودیاره یې کړې کښت ته
‎او په شن‌‌‌‌‌‌ډه قدم کېږدې
‎د چینجیو غونځا وینې
‎د مرغیو نڅا څارې
‎او د بوټو ویښېدل وي
‎یو ژوند سل رنګه کول وي

‎میین شه
‎لکه ژېړ ګل د لمر ګلي
‎چې دې تل یوه قبله وي
‎لکه ‌‌‌‌‌‌دا اوبه د سینده
‎چې سپوږمۍ یې ائېنه وي

‎ته میین شه
‎ته میین شه
‎په یوه ارواح
‎خو څو اړخه یې ښکل کړه
‎په یوه زړه
‎په څلورو دهلیزو یې وګرځېږه
‎په یوه غاړه
‎بې شمېره ملغلرې، وزنګېږه
‎په دوه سترګو
‎د خندا او د ژړا اوښکې یې رووه

‎ته میین شه
‎په یوه لوري
‎په یوه لوري کې بې شمېره لارې مومه
‎خو یوازې دوه لاسونه
‎دې مهین سفر کې نیسه
‎زړه او روح دې
‎په څو لوریو مه پرېږده
‎مینه مه بدناموه
‎دا سفر مه ځېږوه
‎هوس مه راګ‌‌‌‌‌‌ډوه
‎زړه په یوه لوري تړه
‎یوه لوري کې بیا سل لارې باسه
‎او دوه سترګو ته بلا کیسې کوه
‎په دوه رغیو کې دې ټول ژوند ووینه

ته ميين شه!

نوراغا شيرزاد




t