د پوهاند رضوان الله نادري پېژندنه

د پوهاند رضوان الله نادري پېژندنه

ﭘﻮﻫﺎﻧﺪ ﺩﻭﻛﺘﻮﺭ ﺭﺿﻮاﻥ اﻟﻠﻪ ﻧﺎﺩﺭﻱ ﺩﻣﺮﺣﻮﻡ ﻣﻼ اﺑﺮاﻫﻴﻢ زﻭﻱ
ﺩﺭﻭﺩاﺗﻮ ﻭﻟﺴﻮاﻟﻲ ﺩﺣﺼﺎﺭﺷﺎﻫﻲ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻳﻮ ﻏﺮﻳﺐ اﻭﻣﺬﻫﺒﻲ
ﻛﻮﺭﻧﻲ ﻛﻲ ﺩ ۱۳۴۱هـ ش ﻛﺎﻝ ﺩﺣﻤﻞ ﭘﻪ ﻟﻤﺮﻱ ﻧﻴﺘﻪ زیږیدﻟﻲ ﻟﻤﺮﻧﻲ زده کړی یی د روداتو ولسوالی د احداد په منځنی ښونځی او بیا دننګرهار دکرنی په عالی لیسه کی سرته رسولی دی په ۱۳۵۸ کال کی دکرنی لیسی تر فراعت ورسته دکانکور ازموینی له لاری په ۱۳۶۰ کال دکابل پوهنتون دکرنی په پوهنځی کی شامل او په ۱۳۶۴ کال کی له همدی پوهنځی بریالی راووت د پوهنتون په تحصیلی دوره کی یی دلوړو نمرو په درلودلو سره دفراغت وروسته په همدی کال د ننګرهار پوهنتون دکرنی په پوهنځی کی د استاد په توګه مقرر شو په ۱۳۶۷ کال کی د ماستری او پوهاندوی دوکتورا د تحصیل د بشپړیدو په منظور له هیواده بهر لاړ د پنځو کلونو په موده کی یی له هیواد بهر په ځینو هیوادونو کی دماستری او دوکتورا تحصیل بشپړ او په بریالی توګه په ۱۳۷۲ کال کی هیواد ته راستون شو او خپلی دندی ته یی د پخوا په څیر دوام ورکړ پوهاند استاد نادری په بیلابیلو وختونوکی د پوهنتون او پوهنځی علمی شورا غړیتوب هم درلوده ده ۱۶ چاپ شوو علمی اثارو له ړلی څخه یی۳ دری درسی کتابونه او دوه درسی کومک کوونکی کتابونه په زرګونو ټوکه د مومند دخپرندویی ټولنی لخوا دهیوادوالو تر ګټو رسیدلی او پاتی نوریی له هیواد بهر او په هیواد کی دننه د مختلفو علمی ادارو له خوا چاپ شوی دی نوموړی په مختلفو دورو کی د پوهنتون داستادی سربیر په ړیرو نړیوالو مرستندیه موسیسو کی په مختلفو پوستنو کار کړی دی د افغانستان په سیاسی رغونه کی یی دبیړنی لوی جرګی داساسی قانون دلوی جرګی او د افغانستان او پاکستان تر منځ دسولی د جرګو لپاره د ملګرو ملتونو سیاسی مشاهده کوونکی او دنوموړی جرګو ګدون کوونکی و داکتر نادری په ختیځو ولایتونو کی داساسی قانون دپروسی دشرقی ټیم مرستیال او اداری مسول وه همدا رنګه دافغانستان لپاره د بلجیم دپیوستون اداری دشرقی زون د دفتر لوژیستیکی مسول په ختیځ کی دسره صلیب نړیوالی کومیټی لپاره څارونکی په مزارشریف کی دسره صلیب اوسری میاستی دنړیوال فدراسیون لوژستیکی او ساحوی مسول دکاناداHCI نړیوالی اداری مرستیال په ختیځ کی د ملګرو ملتونو دسیاسی امورو مرستیال ژباړن اوسیاسی افیسر په توګه دندی اجراکړی دی پوهاند نادری له تیرو۲۹ کلونو راپدیخوا دننګرهار پوهنتون دکرنی په پوهنځی کی استاد په توګه تر دامهاله دهیواد دبچیو په روزنه بوخت دي.

لیکوال

صميم هڅاند

صميم هڅاند يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t