ننګرهار: هوایي برید ملکیان وژلي

ننګرهار: هوایي برید ملکیان وژلي

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي په ککړک سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي برید پر مهال د ملکي تلفاتو خبر ورکړی.
د دغه کلي یوه اوسیدونکي فرید الله اکاخېل ویلي، چې په دغه برید کې تر ۸ پورې ملکیان وژل شوي.
د ده په وینا برید د ملکیانو پر یوه موټر شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي منلې، چې هلته برید شوی، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.




t