هلمند والي څو تنه کاروباريان وستايل

هلمند والي څو تنه کاروباريان وستايل

هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين تېره ورځ مازيګر مهال له څو تنه هغو کارباريانو څخه ليدنه وکړه، چي څه موده مخکې د توحيد ټولنيزو او پرمختيايي چارو موسسې په همکارۍ د هلمند ولايت مقام له لوري له درې مياشتني حرفوي کورس څخه فارغ او اوس د خپلې کورنۍ د حلالې نفقې لپاره عملي کار کوي.

د والي په رسمي فیسبوک پاڼه ليکل شوي؛ ښاغلي ياسين ياد کسان په نقدي ډاليو ونازول او خوښي يې وښوده، چي د ترلاسه شوي کورس له برکته خپل کاربار کوي.

ددې ترڅنګ هلمند والي يو شمير هټيوالو سره د ليدنې په ترڅ کې ټينګار وکړ، چې بايد پير او پلور په افغانيو وکړي او له بهرنيو کرنسيو کارولو څخه ډډه وکړي.




t