ولسمشر غني امریکایي چارواکو سره لیدلي

ولسمشر غني امریکایي چارواکو سره لیدلي

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د امريکا متحدو ايالتونو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو، دفاع وزير مارک ايسپېر او زلمي خليلزاد سره په مونيخ کې کتلي.
د ارګ خبري سرچینو ویلي، چې دا لیدنه المان ته د ولسمشر غني د سفر او مونیخ نړیوال امنیتي کنفرانس په څنډه کې ترسره شوې.
له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې او د تاوتریخوالي کمولو ته د دې ډلې پر ژمنو بحث د لیدنې مهم مسایل ښودل شوي.




t