د رضوان الله اوبرنګ نوی غزل

د رضوان الله اوبرنګ نوی غزل

بې پروا یو ،که څوک ځي او که راځي
زه او زه او تنهایي او تنهایي

یو ګیلاس د زهرو ایښی دی خالي
زه او زه او تنهایي او تنهایي

عمر تېر شو ټول په نشته ملګري
زه او زه او تنهایي او تنهایي

رنګ،مستي،سرور،خودي او بې خودي
زه او زه او تنهایي او تنهایي

یو سړی دی یو عالم د بې کسي
زه او زه او تنهایي او تنهایي

واه څه ښه دې وکړه خدایه خُدایي
زه او زه او تنهایي او تنهایي

زه او زه او تنهایي او تنهایي
زه او زه او تنهایي او تنهایي




t