برتانیه: د طالبانو له اوربند وروسته د نورو ډلو ګواښ شته

برتانیه: د طالبانو له اوربند وروسته د نورو ډلو ګواښ شته

د برتانیې دفاع وزیر بن والاس وایي، که وسله وال طالبان اوربند ته هم غاړه کیږدي، افغانستان به د داعش، القاعدې او نورو ډلو له لورې وګواښیږي.
نوموړي دا خبره په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په څنډه کې کړې ده.
د ده په خبره دوی به د نورو ګواښونو د ختمولو لپاره په افغانستان کې حضور ولري، څو نور ګواښونه هم له منځه یوسي.
وسله والو طالبانو بیا ویلي، چې د دوی له سولې وروسته به افغانستان امن او نورو ډلو ته د فعالیت زمینه مساعده نه وي.

لیکوال

صميم هڅاند

صميم هڅاند يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t