طیب اردوغان: د کشمیر قضیه باید په عدالت او حقانیت حل شي

طیب اردوغان: د کشمیر قضیه باید په عدالت او حقانیت حل شي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پاکستان ته د سفر پر مهال ویلي، چې د کشمیر قضیه باید د عدالت او حقانیت له مخې حل شي.
نوموړي دا خبره د پاکستان د پارلمان د دواړو مجلسونو ګډې غونډې ته د وینا پر وخت کړې ده.
ترکي ولسمشر دغه راز ټینګار کړی، چې پاکستان او هند باید خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.




t