د پښتو، دري او ترکي ژبو د نوميزو روستاړو سپړنه او پرتلنه !تمهيد سيلانی

د پښتو، دري او ترکي ژبو د نوميزو روستاړو سپړنه او پرتلنه !تمهيد سيلانی

تاړي يا وندونه پۀيوه ژبه کې هغه ناخپلواک توکي دي، چې پۀ ژبه کې د وييونو ياکلمو جوړښت يا ګرامي بڼه کې بدلون را ولي. پۀ ټوليزه توګه تاړي پۀ يوه ژبه کې د وييونو جوړونکي يا بشپړونکي توکي دي، چې د وخت، ځای، جنسيت، او د فونولوژيکي او مورفولوژيکي جوړښت پۀ لحاظ د وييونو جوړښت او بشپړونکي دي. دا توکي کېداشي له يوۀ، دوو، درېيو، څلورو يا ډېرو توکو څخه ورغيږي. چې هر يو يې ځانته صرفي او نحوي جوړښتونه لري.

د پښتو ژبې تاړي پۀځانګړې توګه نوميز روستاړي د جنسیت( نارینه او ښځينه، خپلواکتوب او ناخپلواکتوب او نورو مورفولوژيکي ) مطابقتونو له مخې د وييونو پۀ پای کې نښلول کيږي. د پښتو ژبې نوميزې ډلې د (( ګان/ګانې، وې، ې، ي، ونه آن، زورکی،ا او نورو) روستاړو پۀکارولو سره جمع کيږي. لکۀ څنګه مو چې وړاندې يادونه وکړه، پښتو نوميزې ډلې ډېری د جنس له مخې ځانته روستاړي مني. د بېلګې پۀتوګه : کاکا = کاکا ګان، غوا= غوګانې، مڼه= مڼې، کتاب= کتابونه …. دا حالت ځکه پښتو ژبې دنورو ژبو پۀتوپیر ځانګړی دی،چې پښتو ژبه کې د نورو ژبو پۀ توپير د جنس ګرداني اړخونه ډېر او جلا دي. خو پۀ نورو ګاونډو ژبو( دري او ترکي) کې دا ډول قاعده پلي کېدونکې نه ده.

د دري ژبې نوميز روستاړي
پۀدري ژبه کې روستاړي د دري او عربي ژبې د قاعدې پر بنسټ د کلمو پۀ پای کې جوړيږي. هغه نومونه چې عربي دي او دري ژبې ته له عربي ژبې څخه را دننه شوي وي دي، د عربي ژبې د قواعدو پر بنسټ جوړيږي همدارنګه هغه نومونه چې پخپله د دري ژبې نومونه دي، هغه د يادې ژبې د قواعدو پربنسټ جوړيږي. د (( ان،ها، یان، گان او وان)) د دري ژبې روستاړي دي او (( ون، ین او ات )) د عربي ژپې پر بنسټ جوړ شوي روستاړي دي، دبېلګې په توګه : «زنان،مردان، درختها، خانه ها، دانایان، پرنده گان، روحانيون، مبلغين، مفردات… » د لا ښې سپړنې له پاره لاندې برخه ولولئ.

١. علائمِ جمعِ پارسی
علائمِ جمعِ فارسى عبارت اند از پسوندهاىِ «ـ ها» و «ـ ان».
در گذشته، این دو علامت مرزِ مشخصى داشتند. «ـ ان» بسامدِ بسیارى داشت؛ ولى در زبانِ گفتارِ امروز «ـ ها» جاىِ آن را گرفته است و «ان» فقط در نوشتار به کار می‌‌رود. مثلا، در قدیم می‌‌گفتند «چشمان، درختان»، اما امروزه می‌‌گویند «چشم‌ها‌‌، درخت‌ها‌‌».
امروزه این دو نوع جمع‌بستن تفاوتِ سبکى دارند: به‌کاربردنِ «ـ ان» در جمع بیش‌تر در مرتبه‌ی زبانىِ ادبى به کار می‌‌رود.
٢. علائمِ جمعِ عربى
علائمِ جمعِ عربى کۀ واردِ زبانِ فارسى شده اند عبارت اند از
١) پسوندِ «ـ ون»؛
٢) پسوندِ «ـ ین»؛
٣) پسوندِ «ـ ات»؛
۴) جمعِ مکسّر؛
۵) به کاربردنِ مصدر به جاىِ جمع.
محل انتشار: شیوۀ‌نامه‌ی دایره‌المعارف پزشکی اسلام و ایران، فرهنگستان علوم پزشکی، ۱۳۸۴٫

د ترکي ژبې نوميز روستاړي
پۀترکي ژبه کې هم دنورو ژبو پۀ شان، روستاړي د کلمو پۀپای پورې نښلول کيږي او دکلمو ګرامري جوړښت کې بدلون را منځته کوي. پۀ دې ژبه کې نوميز روستاړي ( د کلمو د جمع کولو روستاړي ) دوه ( ler او lar ) دي. دا روستاړي د هر نوم او کلمې د پای خپلواک توري ته پۀ کتو سره کارول کيږي. کوم نومونو چې د ( a-ı-o-u ) پۀخپلواکو تورو پای ته رسېدلي وي، د ( lar) پۀروستاړي سره جمع کيږي، د بېلګې پۀتوګه :
 Kapı + lar= kapılar ور،ورونه يا در،دروازې
 Top + lar = toplar. توپ، توپونه
 Soru + lar= sorular. پوښتنه ، پوښتنې
 Ağaç + lar = Ağaçlar. ونه، ونې
 Anahtar +lar= anahterlar کلۍ، کليانې
هغه نومونه چې د پای خپلواک توري يې ( e-i-ü-ö ) وي، پۀ( ler) روستاړي باندې جمع کيږي. د بېلګې پۀتوګه :

Fare+ ler= fareler موږک، موږکان
Kardeş + ler= kardeşler. ورور، وروڼه
Kedi+ ler= kedilerپېشو، پيشو ګانې
Otobüs+ ler= Otobüslerاوتوبوس، اوتوبوسونه
پۀترکي ژبه کې د نومونو د جمع کولو له پاره همدا دوه روستاړي کارول کيږي، هېره دې نه وي، چې پۀهره ژبه کې استثنآت شته، چې ترکي ژبه هم ترې برخمنه ده.

د پښتو، دري او ترکي ژبو د نوميزو روستاړو پرتلنه
• پۀپښتو ژبه کې د کلمو او نومونو د جمعې روستاړي د جنس، خپلواکتوب او ناخپلواکتوب او نورو مورفولوژيکي قواعدو له مخې نښلول کيږي، لکه : کۀ چېرې يو نوم پۀ ناخپلواک توري پای ته ورسيږي، نو پۀ ( ونه او ان ) سره جمع کيږي. کۀ چېرې نومونه پۀ ښځينه نوم نښو پای ته ورسيږي، نو پۀ ( ې،ګانې، وې… ) روستاړو پۀنښلولو سره جمع کيږي. کۀ چېرې پۀنارينه نوم نښې پای ته ورسيږي، نو د ( ونه او ان… ) پۀ نښلولوسره جمع کيږي. خو برعکس پۀ دري او ترکي ژبه کې بيا د کلمو او نومونو پۀجمع کولو کې د جنسيت موضوع نۀ مطرح کيږي، بلکې د کلمې روستي تورو ته پۀکتو سره اړوند روستاړی ور نښلول کيږي. لکه : زن چې جمع يې زنان يا هم لکه: مرد چې جمع يې مردان، يا هم چشم، چې جمع چشمان دی. پۀ ترکي ژبه کې هم همدا قاعده پر مخ وړل کيږي. هغه پۀ دې معنا چې د جنس له پاره روستاړي نه ګردانيږي.

• پښتو ژبه د ترکي او دري ژبې برخلاف د نومونو او کلمو له پاره ډېر روستاړي لري. چې مذکر او مونث له بېلابېلې ځانګړنې لري،مګر برعکس پۀترکي ژبه کې دوه د جمعې نوميز روستاړي دي او پۀدري ژبه کې هم خپل نوميز روستاړي يې کم دي، خو د خپلو روستاړو ترڅنګ د عربي ژبې پۀقاعدې هم ځينې د جمعې روستاړي لري. هغه روستاړي پۀدري ژبه کې د هغو کلماتو له پاره کارول کيږي، چې له عربي ژبې څخه دري ژبې ته را دننه شوي وي.

• پۀ پښتو او دري ژبه کې ځينې روستاړي ګډ کارول کيږي، لکه: ( ان، یان، گان،ین… ) ياد روستاړي هم پۀ دري او هم پۀ پښتو ژبه کې شته لکه : سړی چې يو ډول جمع يې سړيان دي. پۀ دري ژبه کې دا روستاړی دا ډول کارول کيږي، لکه : دانا چې جمع يې دانايان دی. همدارنګه هلک= هلکان، زن زنان، جرګ= چرګان، پرنده ګان، مبلغ = مبلغين، خټه= خټين او داسې نورې ډېرې کلمې موندلی شو، چې يو ډول قاعدې پکې پلي کيږي. خو ترکي ژبه له دري او پښتو ژبې سره داسې کوم مشترک نوميز روستاړی نه لري چې پرې خبرې وکړو.

• د ترکي او دري ژبې د نوميزو روستاړو ترمنځ يو ورته والی دادی؛ چې پۀدواړو ژبو کې نوميز روستاړي د جنس له مخې نه ګردانيږي، بلکې د يوې کلمې د پای توري ته پۀ کتو سره ګردانيږي. پۀ پښتو ژبه کې همددا قاعده پلي کېدونکې ده، مګر بېرته د جنسيت خبر پکې را منځته کيږي، نو ځکۀ يې بېل ګڼو.

اځليکونه
۱) يمين، محمد حسين.۱۳۹۴ ه.ش. دستور معاصر زبان پارسی دری. ناشر: بنګاه انتشارات میوند
۲) زیار، مجارو احمد. ( ۱۳۹۴ ه.ش ) پښتو پښويه. خپرندويه ټولنه : دانش خپرندويه ټولنه.
۳) محل انتشار: شیوۀ‌نامه‌ی دایره‌المعارف پزشکی اسلام و ایران، فرهنگستان علوم پزشکی، ۱۳۸۴٫
۴) https://karvand.persianblog.ir/18YOpQJobqudomOeMD4o-%D8%AC%…
۵) https://www.haqiqat.org/…/%D8%AF%D8%A7%DA%A9%D8%AA%D8%B1-…/…
۶) http://www.turkceogretimi.com/t%C3…/%C3%A7okluk-eki-lar-ler…
۷) https://maktabkhooneh.org/…/grammar-principles-of-turkish…/…




t