د مېنانو ورځ! همیم جلالزی

د مېنانو ورځ! همیم جلالزی

زه په ليکه کې وروستی ولاړ سړی یم
پر دوکان د ګل پلورونکي نوبت نشته
ذهن تيت پرک او زړه له سودا ډک دی
په حواسو کې مې هېڅ حرکت نشته

زه په ليکه کې وروستی ولاړ سړی يم
يو عالم خلک له ما مخکې ولاړ دي
زه پوهېږم نيم له خپلو هيلو وروسته
نيم د خپل زړه له درزا مخکې ولاړ دي

زه په ليکه کې وروستی ولاړ سړی يم
هوا ګرمه نوبت ورو ورو را لنډېږي
رنګارنګ ګلان په لاس کې چې را وځې
څوک جوړه دي څوک يوازې دي موسېږي

زه په ليکه کې وروستی ولاړ سړی يم
خپل نوبت ته منتظر يم مضطرب يم
د ګلانو اخيستو ته هوسېږم
حیران ځانته يم، چې ولې؟ او عجيب يم

په رنګونو د ګلانو سوچ کومه
سپين، تور، سره، زېړ او که بل رنګ انتخاب کړم
ستا د خوښې په رنګونو پسې ګرځم
چې ډالۍ درته نرګس او که ګلاب کړم

زه په ليکه کې وروستی ولاړ سړی یم
رنګ مې ستا د جامو ذهن کې ګرځېږي
پکې ورک يم کوم دې خوښ دی کوم دې نه دی؟
هک حيران يم کوم به ښه درته ښکارېږي

زه په ليکه کې وروستی ولاړ سړی یم
دا دی اوس زما نوبت دی ګلان اخلم
ګل پلورونکی مې پوښتي چې څه شی غواړم
زه چوپ پاتې يم د ځان امتحان اخلم

رنګ الوتی، له دوکانه را بهر شوم
له هر رنګه مې ګېډۍ ده جوړه کړې
اوس راياد شو چې ته نه يې بيا نو چاته؟
ما د مينې دا ډالۍ ده جوړه کړې




t