امرخېل د ننګرهار او کندوز پېښې وغندلې

امرخېل د ننګرهار او کندوز پېښې وغندلې

په سیاسي او ولسي چارو کې د ولسمشر غني سترسلاکار ضیا الحق امرخېل په ننګرهار او کندوز کې وروستۍ پېښې، چې ملکیانو ته یې تلفات رسولي، غندلي دي.
امرخېل وایي:((د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو دبهرنیو ځواکونو هوایې برید او په کندز کې پر ملکیانو دماین چاودنې دواړه پيښې خواشینوونکي او د غندنې وړ دي)).
نوموړي زیاته کړې، چې دا تلفات په داسې وخت رامنځته شوي، چې افغانان د سولې راتګ ته د انتظار شېبې شمېري.
د رسنیو په حواله د ننګرهار په سره رود کې نن د بهرنیو ځواکونو هوایي بمبار یو شمېر ملکیان او د کندوز په دشت ارچي کې ماین چاودنې هم یو شمېر ملکیان وژلي.
د کندوز د پېښې پړه پر وسله والو طالبانو اچول شوې ده.




t