دیني عالمان: طالبان دې اوربند وکړي

دیني عالمان: طالبان دې اوربند وکړي

د هیواد په کونړ ولایت کې یو شمیر دیني عالمان وایې طالبان دې اوربند وکړي څو په مټ یې بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواره سي ددغه ولایت یو شمېر دیني عالمانو وویل چې وسله وال طالبان که رښتیا هم سوله غواړي، نو لومړی دې اوربند وکړي.
دوی وایي، چې اوربند د سولې خبرو لپاره یو اصل دی، ځکه جګړه او د مذاکرات دواړه په یو وخت کې ناشونې دي.
یاد عالمان په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د قطر مرکز دوحې نه د ازمایښتي تاوتریخوالي کمولو نیټه هم په ډاګه سوه.




t