سمنګان: ترافیکي پیښه کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله سوې

سمنګان: ترافیکي پیښه کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله سوې

د کابل- شمال پر لویه لاره نن د سمنګان ولایت کې په یوې ترافیکي پېښې کې دوتنه وژل سوي او پنځه نور ټپیان سوي دي په دې تړاو د سمنګان د امنیه قومندانۍ ویاند منیر رحیمي رسنیو ته وویل دغه ولایت کې د موټر چلونکو د بې احتیاطۍ له کبله د یو بار وړونکي او سوزوکي موټرد ټکر له امله په ایبک سیمه کې دوه کسان ووژل سوه او ۵ نور ژوبل سول رحیمي زیاته کړه په پېښه کې د باروړونکي موټر یو چلونکی او کلینر هم مړ سوی دی او بار وړونکی ۵۸۰ ماډل موټر له کابله مزار شریف ته پر لار و.
د یادوني وړ ده چې نن پروان ولایت کې هم ترافیکي پیښې مرګ ژوبله اړولې.




t