د ازمایښتي تاوتریخوالي د کمولو نیټه په ډاګه سوه

د ازمایښتي تاوتریخوالي د کمولو نیټه په ډاګه سوه

د قطر مرکز دوحې څخه یوې باخبرې سرچیني رسنیو ته ویلې طالبانو او امریکايي لوري د فبرورۍ د میاشتې په وروستیو کې د تاوتریخوالي د راکمولو او ترې وروسته د سولې دهوکړې د لاسلیک په تړاو هوکړه کړې.
د سرچینې په خبره د تاوتریخوالي کموالی به د روانې فبرورۍ میاشتې له ۲۲مې نېټې پيل سي او د همدې میاشتې په ۲۸مه به یې وروستۍ ورځ وي
دغط سرچینې دا هم وايلې که د تاوتریخوالې د کموالي اووه ورځنۍ موده په بریالیتوب پای ته ورسېده، نو د فبرورۍ په ۲۹مه به امریکا او طالبان په خپلو کې د سولې هوکړه لاسلیک کړي چې ورسره به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو او افغاني مذاکراتو پيل ته لاره خلاصه سي.




t