بلخ: ۹ وسله وال وژل سوي

بلخ: ۹ وسله وال وژل سوي

د ۲۰۹ شاهين قول اردو خبر ورکوي چې د بلخ په چمتال ولسوالۍ كې یې نهه وسله والو طالبانو ته مرګ وژبله کړې.
دغه اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاتوي چې تېر مازديګر شاوخوا څلور بجې د چمتال ولسوالۍ په جرقلعه سيمه كې د هوايي بريد په ترڅ كې د بلخ لپاره د طالبانو د نظامي كمېسيون غړى مولوي سردار محمد له خپلو اتو ملګرو سره يو ځاى ووژل سو.
د سرچينې په وينا، په دغه بريد كې د طالبانو يوه قرارګاه، يو شمېر نقليه وسايط، وسلې او مهمات ويجاړ سوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دې ویلې.




t