نور: د سولې په پروسه کې دې ټولې ډلې په پام کې ونیول سي

نور: د سولې په پروسه کې دې ټولې ډلې په پام کې ونیول سي

د بلخ ولایت مخکیني والي او د جمعیت ګوند اجرائیوي رئيس عطا محمد نور په یو تازه خپره سوي خبر پاڼه کې ویلي، چې د سولې پروسه کې باید هیڅ جنګي اړخ له پامه ونه غورځول سي.
نور په دغه خبر پاڼه کې زیاته کړې ټول لوري په یو تاریخي او حساس پړاو ولاړ دي او باید چې بین الافغاني خبرې اترې د ټولو لوریو او سیاسي غاړو تر منځ ژر تر ژره پيل سي.
ښاغلي نور ټینګار کړی چې ټول لوري باید په دې حساس تاریخي پړاو کې د مذاکرې او ملي تفاهم پر لور د خلکو د ملي غوښتنو په پام کې نیولو سره ولاړ سي.




t