افغان سوداګر ترکیې کې پانګونه کوي

افغان سوداګر ترکیې کې پانګونه کوي

افغانستان کې روانو ناامنیو او بهراني حالت یو شمېر هېوادول تیښتي ته اړ کړي او له هېواده وتلي دي اوس تازه داسې راپورونه ورکول سوي چې یو شمېر افغان سوداګر ترکیې ته تښتیدلي او هلته يې بیا وروسته پانګونه کړې
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت خونه تائیدوي چې په سلګونه افغان سوداګر تیر کال ترکیې ته تللي او هلته یې پانګونه کړې ده. د نارينه و ترڅنګ یو شمیر ښځینه افغان تجارانو هم په ترکیې کې پانګونه کړې ده.
سمیرا قاسمي چې ۲۸ کلنه او د دوو ماشومانو مور ده دوه کاله مخکې له کابل څخه ترکیې ته لاړه. نوموړۍ په افغانستان کې ښوونکې وه او د نا امنیو له امله له افغانستان څخه مهاجره سوه.




t