د جونو څنګه خیال بدل شي؟ ګلستان تمیم

د جونو څنګه خیال بدل شي؟ ګلستان تمیم

مونږ لیوني خو غم تر عمره نه پریږدینه
په نامرده مینې غږیدلی یم. لیکنه اوږده خو خوندوره ده.
زه تل خاندم ځکه د هغو خلکو ځواب نه لرم چی راته ووايي ته ولې خفه يې
لږ څه په ځنډ خو د ( مېینانو ورځ ) باید زه هم ونمانځم!
ما هم خپلې پينځه کلنې ښکلې مینې ته څو بدرنګې کرښې لیکلي دي! ددې بدرنګۍ پړه د نامردې ښکلا پر غاړه
معمول دی چې په دې ورځ د مینې خاطرې او په ځانګړي ډول د همدې مینې د پېل کیسې په (خلوت) کې بیا بیا راتازه کیږي.
مینه یو له هغو بدو پدیدو رازېږیدلی نوم دی چې یو باننګه پښتون هم د ذلالت او رزالت تر کندو غورځولی شي، خو دا ممکن په هره مینه کې ونه اوسي .
مینه په طبیعي او فطرتي ډول د هرانسان په اندرون کې شته !
دا چې ولې یې هر انسان نه څرګندوي او یایې باید په کومو وختونو کې برسېره کړي دا جلا بحث دی.
((یواځې د زړه مینه وه چې هر ځای چلېدله!
په دومره کوټ سېکو کې دا کره وه، نور څه نه وو )؟
استاد پسرلی”
((اپلاتوني مینه چې په انګلیسي کې یې ( Platonic love) بولي یوه داسې مینه ده چې جنسي اړیکي په کې نه وي او نه دا مینه د جنسي کشش له کبله پیدا کیږي بلکې روح او ذهني وړتیاوې دي چې دا ډول مینه زیږوي،)) د انسانانو له جملې دغه ډول مینه موندونکي ډله نېکمرغه ده او داسې مینې بیا مقاومې وي.
هوس خو زوړ شي چې ځواني شي زړه!
مینه ځوانېږي چې زړېږي کله
“اشرف مفتون”

په ارواپوهنه کې یوې اړخیزې مینې ته هم اپلاتوني مینه وايي دا چې دا مینه په یوه زړه کې وي او له بلې مینې سره تصادم نه کوي نو د جنسي اړیکو شونتیا په کې نه وي. په نړۍ او په ځانګړي ډول ختیځ او بیا په افغانستان کې داسې مینې ډیرې دي او ګڼ خلک اپلاتوني مینه کوي.

مینه نوی سلنه محتاجی او نهیلي ده او که داسې ووایم چې د نابریاليو خلکو لپاره تدریجي مرګ دی، نو بیاهم ښایي سمه وي. ډېر کم خلک دي چې د مینې ټکی د ژوند تر پایه نه شي هېرولی!
خو که یو څوک وغواړي نو په شپږو میاشتو کې شدیدترینه مینه د تل لپاره هیرولی شي.
( چې څنګه ؟ او کوم شرایط لري ؟ بل بحث دی )
خو برعکس د مینې او وصلت شېبې بیا د پاچاهي په منزلت نه بدلیږي خو دا شېبې بیخي لنډمهاله وي مګر حقیقي محبوب/ محبوبه یې ډېر وخت شېبې په افسانو بولي.
زمونږ د پښو له لاندې ساه قدرې شاکره ناخلي
لکه چې پېژني د وصل لمحه وچې پاڼې
مینه هغه وخت په شکنجه بدلیږي چې ته مقابل لورته په تمام ارزښت او درناوي قایله یې خو د هغې طبېعت ستا له چارو سره تطابق نه کوي. نو بیا ددې کړښت له امله داسې چیغې هم وځي:
زړه مې د مینې تندې وسو
څوک راله مینه لېونۍ نه راکوینه
ما ددې ورځې نمانځنه ځکه وکړه چې هغې زما په حق تل جبر کړی او حتی دومره زور یې نه درلوده چې څو نازکې پردې یې څیرلی وای او ………. خو د وخت سره سیالي او د پښتو په نوم دروني غېرت هم سړی لږ مغروره ساتي مګر پرته له زیان هېڅ په لاس نه ورځي:
پښتو به هر یو سړی وکړي
میېن سړی او پښتو لرې لرې دینه
(( که د مینې لپاره غرور تر پښو لاندې کړې مهمه نه ده، بدبختي هغه ده چې د غرور له پاره مینه له لاسه ورکړې))
مينه يو طرف ته ولاړه، زندګي ولاړه په بله
ما هم رو رو زړه راټول کړ، ته هم رو رو شوې بدله
««««««««««««««
ما دا (مینه) نوم ډېر وپاله خو له ماسره یې څو څو ځله د یوه بېوسه سوالګر په څېر چلند وکړ:
زه یې رټلی یم! د وخت تر ټولو درانه ګذارونه یې د خوږو خوږو یارانو پرمټ راکړل! یو شمېر بې ننګو خو مخامخ راته سترګو کې اغزي کېښودل په داسې حال کې چې ما ددوی په سترګو کې ګلونه نه شو زغملی!
څوک چې نوم د مينې واخلي، کيسه واړوم په بله
زه پخپل احساس ملنډې، هره ورځ وهم پخپله
اوسني وختونه مې زړه هېڅوک او هېڅ شی راسره نه مني: هرڅه راته لهو و لعب ښکاري:
رنځور یم، د ذهن چاپیریال مې ستا په قهوه یي سترګو پسې الوت کوي، نشتون دې دردونکی دی، نه پوهېږم زما درد تاسره څه اړیکې لرې؟؟؟ حیران یم د وخت جبر ولې انسان له خوګې ګوتې نیسي؟ ټولې هغه خوږې او جنتي شېبې مې مخې ته ګونګې او وژلې پرتې دي چې تا سره یې د ( بې له مینې مرو….) په نوم تېرې شوي او نن مې هر یو په بیا بیا
لامده ټپونه د مرګ خولې ته وړي…..

د دې ښار مینه روزګار و، دلته مینه په پیسو وه
زه تش لاس وم تاواني شوم، یو سړی مې پکې بایلود
فضل سبحان عابد

ای تا ته وایم!! اورې که نه؟
نن دې نشتون واقعآ احساسېږي، ته دومره ډېره لرې نه یې تللې ! ممکن راګرځېدل دې هم یو سپین بغاوت وغواړي، خو هیله کوم چې بېوسي دې راته پلمه نه کړې! دا هم راته مهمه نه بریښي چې د معصومې ښکلا تر چتر لاندې دې څوک د کیفونو په سمندر کې ډوب دی؟
هغه نېکمرغه وګړی دی چې ستا په زړه پاچاهي کوي، خو بې ننګي او لویدلی ضمیر به دې د یوه ړنګ انسان په وینو کې همېشه ژوندی وي.
زما وفا به دې یادیږي
خپله جفا به دې پخپله ژړوینه \
که ته هم ددې مجازي ورځې په مناسبت زما په یادونو کې ډوبه یې نو اینې ته ودریږه ! خپلو سترګو کې په دقیق ډول وګوره او بیا په ایمان ووایه چې زه پکې یم او که د یوې بېوسه اوښکې په څېر لویدلی یم؟؟؟
نور یې نه لیکم: اوښکې مې د کمپیوټر له پردې سره د سترګو اړیکه پرې کوي! نور درته نه وایم چې څنګه یم.؟؟؟

همغه د زړه ټپه مې ده چې::
زما وفا چې در په زړه شي
دا خپل ضمیر به دې پخپله ګرموینه
د ستر کاروان لالا په دې بېت اجازه راکړه چې :
مینه جادوګره ده پر هر چا یې منلی ځان
څوک به یې په جار وایي خو څوک به یې په غلا کوي
“کاروان ”
رښتیا!!!
ورځ دې مبارک شه ” میېنې “




t