په تیره میاشت کې ۵۰۰ ښونځۍ تړل سوي

په تیره میاشت کې ۵۰۰ ښونځۍ تړل سوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا تازه ویلې چې په تېر میلادي کال کې نږدې پنځه سوه ښوونځي تړل سوي او لسګونه زره زده کوونکي له زده کړو محروم سوي.
د اوچا له لوري په تازه خپاره سوي راپور کې راغلي، چې د ښوونځیو د تخریب او تړل کېدو له امله د ۷۲ زره نجونو په ګډون ټولټال ۱۵۰ زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې سوي.
د راپور په خبره په ۲۰۰۲ میلادي کال کې یو میلیون ماشومانو ښوونځیو ته لاسرسی درلود او  په ۲۰۱۹ کې دا کچه ۸.۲ میلیونو ته ورسېده؛ خو بې وزلي، نا امني او اقتصادي ستونزې هغه څه دي، چې د زده کړې سکتور یې تر ژور فشار لاندې راوستلی.
د راپور په بنسټ، ددې ښوونځیو لویه برخه په ارزګان، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې موقیعت لري.




t