روان کال کې افغان خاورته ۳۸۲۸۹ کډوال  ستانه سوي دي

روان کال کې افغان خاورته ۳۸۲۸۹ کډوال  ستانه سوي دي

د کډوالۍنړیوالۍ اداره یا IOM وايي، د روان ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه بیا د فبرورۍ تر اتمې پورې له ایران او پاکستان څخه ۳۸۲۸۹ کډوال افغان خاورې ته ستانه سوي دي
دغه سازمان وايي، په یاده موده کې د افغان کډوالو لویه برخه چې ۳۷۴۳۸تنه کېږي یوازې له ایران څخه ستانه سوي دي.
راپور وايي چې له ایران څخه افغانستان ته د ستنو سوو کډوالو له ډلې له ۱۴سلنو سره یې د دغه سازمان لخوا مرستې سوي دي.




t