د سالنګ لویه لاره بیرته د موټرو پر مخ خلاصه شوه

د سالنګ لویه لاره بیرته د موټرو پر مخ خلاصه شوه

د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست مسئولين وايي چې د سالنګ لويه لاره له ٢٥ ساعتونو بندښت وروسته، يو ځل بيا د موټرو د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه.

د د رياست اجرايي مدير سميع الله ولي زاده، وويل چې د سختو واورو او توفانونو له امله د سالنګ لويه لاره بنده شوې وه چې تېره نيمه شپه د مسافر وړونکو موټرو پرمخ خلاصه شوه.

ده زياته کړه، دغه راز د سالنګونو په دواړو خواوو کې د واورې د پاکولو چارې لا روانې دي.

هغه له موټرچلوونکو وغوښتل چې له پوره له احتياطه کار واخلي او د موظفينو له رهنمايي سره سم تګ راتګ وکړي.

تردې مخکې، د پروان د جبل السراج ولسوال سيف الله بيدار ويلي چې تېره ورځ مازيګر د سړې هوا له امله د دې لارې له مسافرينو يو شپږ مياشتنى ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

لیکوال

ننګ درانی




t