د امریکا دفاع وزیر د افغان ځواکونو وړتیا ستایلې

د امریکا دفاع وزیر د افغان ځواکونو وړتیا ستایلې

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر، د امریکا د متحدو ایالاتو د دفاع له وزیر سره  په بروکسل کې لیدلی دي.

د ملی دفاع وزارت لخوا د سلواغې په ۲۴مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې دا لیدنه نن په بروکسل کې د ناتو ددفاع وزیرانو د غونډې به څنډه کې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې، د امریکا د متحدو ایالاتو د دفاع وزیر مارک اسپیر له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان دفاعي او امنيتي ملي ځواکونو د وروستیو لاسته راوړنو ستاینه وکړه.

همدارار د امریکا دفاع وزیر، د هېواد له ملي اردو او امنيني ځواکونو سره د خپل هېواد د ملاتړ او همکاریو پر دوام ټينګار وکړ.

په دې ليدنه کې همداراز د هېواد د ملي دفاع سرپرست وزیر، د هېواد له دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو سره د امریکا د متحدو ایالاتو له ملاتړ او همکاريو مننه او ستاينه وکړه.

لیکوال

ننګ درانی




t