مارک اسپیر: د سیاسي هوکړې په اړه موږ له خپلو متحدینو سره مشورې کړې دي

مارک اسپیر: د سیاسي هوکړې په اړه موږ له خپلو متحدینو سره مشورې کړې دي

د امریکا دفاع وزیر وایي، دوی غواړي په افغانستان کې یوه سیاسي توافق ته ورسیږي.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپیر دغه څرګندونې بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په پای کې خبري کنفرانس ته وکړې.

هغه زیاته کړه، له طالبانو سره د اوه ورځني تاوتریخوالي د کمېدو لپاره يې خبرې کړې او ٧ ورځې په مشروط ډول کافي دي.

د ده په ټکو، د سیاسي هوکړې په اړه موږ له خپلو متحدینو او کانګرس سره مشورې کړې دي.

د امریکا دفاع وزیر وايي، په افغانستان کې د سولې لپاره باید چانس ورکړل شي، خو اوس نه غواړي د سولې په اړه د وروستیو پرمختګونو په اړه نور جزئیات ورکړي.

اسپیر وویل، د تاوتریخوالي د کمولو په اړه یې د ناټو له متحدینو سره سلا مشورې کړې او دا لړۍ روانه ده.




t