ټاکنو کمېسیون: د رایو بیا شمېرنې ته پوره چمتووالی لرو

ټاکنو کمېسیون: د رایو بیا شمېرنې ته پوره چمتووالی لرو

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې په دغه کمېسیون کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړو د تطبیق بهیر په رسمي ډول پیل شوی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء رییس حبیب الرحمن ننګ  رسنیو ته وویل چې تېره ورځ د دواړو کمېسیونونو کمېشنرانو او رهبرۍ ناسته درلوده او هغه سیستم چې د نمونې اخیستنې لپاره د دغه کمېسیون د ای ټي له خوا جوړ شوی و، دواړو کمېسیونونو تایید کړ.

هغه زیاته کړه، تېره ورځ د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو په شتون کې نمونه اخیستنه ترسره شوه او نن د ټاکنیزو کمېسیونونو، ملي او نړیوالو ناظرینو په حضور کې د ۱۰۲ زره او ۱۳۷ زره رایو په اړه ټاکنیزو شکایتونو د پرېکړې د تطبیق بهیر پیل شو.

ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون د پرېکړې له مخې چې څو ورځې وړاندې اعلان شوه، د ۱۳۷زره رایو څخه چې شکمنې پېژند شوې وې، لس سلنه او له ۱۰۲ زره رایو څخه چې له ټاکلي وخته بهر بلل شوې وې، ۱۵ سلنه ځانګړې تفتیش کېږي چې د دغې څېړنې په پای کې به د دغو رایو د اعتبار او ابطال برخلیک معلوم شي.

هغه د دغه بهیر د وخت په اړه پوښتنې ته په ځواب کې وویل: «زموږ هڅه دا ده چې هر څومره ژر وي، پرېکړې تطبیق کړو او راپور یې د ټاکنو کمېسیون بورډ ته وړاندې کړو.»

ننګ د یوشمېر نورو محلونو د تازه بیا شمېرنې په اړه وویل چې دغه کمېسیون بیا شمېرنې ته پوره تیاری لري او اوس به یواځې په دوو مواردو کار کوي.

ده وویل: «سیستم په داسې شکل جوړ شوی چې انساني لاسرسی په کې نه کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون دارالانشاء په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې د کمېسیون دارالانشاء د محلونو د سلنې د ټاکلو لپاره یو سیستم جوړ کړی چې په یاده سلنه کې د هر ولایت تر اغېز لاندې محلونو په نسبت په تصادفي بڼه د سیستم له لوري ټاکل کېږي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د روانې سلواغې میاشتې په ۱۶مه د هغو رایو د لغوې یا تایید په اړه چې شکایتونه ثبت شوي وو، له ټاکنو کمېسیون څخه وغوښتل چې له ۱۴۰۰ څخه ډېر محلونه ځانګړي تفتیش او ۲۹۸ نور محلونه بیا وشمېري.

د تلې د شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو کې خلکو ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې. د لومړیو پایلو له مخې محمد اشرف غني له ۵۰ سلنه ډېرې او ورپسې عبدالله عبدالله څه باندې ۳۹ سلنه رایې ترلاسه کړې.

خو ورستۍ پایلې تر اوسه نه دي اعلان شوې.




t