د پکتیکا په دوو ولسواليو کې پوځي عملیات پیل شول

د پکتیکا په دوو ولسواليو کې پوځي عملیات پیل شول

د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې په سروضه او مټاخان ولسواليو کې د امنيت د ټينګښت په موخه يې د پوځي تاسيساتو د جوړولو چارې پيل کړې دي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزي وويل چې د مټاخان په ښورکچې او د سروضې ولسوالۍ په مارزکو ناامنه سيمو کې يې د بيزونو د جوړولو چارې پيل کړې دي.

هغه زياته کړه: ((د دې ولسواليو ځينې سيمې ډېرې ناامنه دي چې د دې ولسواليو ترڅنګ نورې نږدې ولسوالۍ يې هم ناامنه کړي دي.))

قوماندان هيله وښوده چې د يادو پوځي تاسيساتو په جوړېدو سره به د دې ولسواليو په ډېرو سيمو کې امنيت تامين شي.

دغه راز د سروضې ولسوالۍ اوسېدونکي اقبال د يادو بيزونو پر جوړولو خوښي وښوده او ويې ويل: ((که دغه پوستې جوړې شي، نو د ټولې ولسوالۍ امنيت به تامين شي.))

همدارنګه د مټا خان اوسېدونکي ګل محمد وويل چې پوليسو د دې ولسوالۍ په ښورکچې سيمه کې د بيز د  جوړولو چارې پيل کړي دي.

هغه وويل: ((دلته خو بيز جوړوي، خو زموږ غوښتنه دا ده چې د جګړو پرمهال د ملکي خلکو ژوند ته ډېره پاملرنه وکړي.))

د يادونې وړ ده چې د سروضې او مټاخان ترڅنګ تروې، وړممۍ او وزايخوا هم د پکتيکا د ناامنو ولسواليو په ډله کې دي.




t