پکتیکا کې د نجونو لپاره لس ښوونځي جوړېږي

پکتیکا کې د نجونو لپاره لس ښوونځي جوړېږي

 په ولسي جرګه کې د پکتيکا يوه استازي په خپل شخصي لګښت د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې د نجونو لپاره د لسو ښوونځيو د جوړلو چارې پيل کړې.

په ولسي جرګه کې د پکتيکا استازي محمد ميرزا کټوازي وويل چې د دغه ولايت په مټاخان، يوسف خېلو، يحيى خيلو، اورګون او سروبي ولسواليو کې د نجونو لپاره لس ښوونځي په خپل شخصي لګښت جوړوي.

هغه زياته کړه: ((د دې ټولو ښوونځيو په اړه مو له خلکو سره مشوره کړي، لګښت يې راته معلوم نه دى، خو په اساسي ډول يې جوړوو.))

په دې اړه د يوسف خېلو ولسواليو اوسېدونکي نور الله وويل چې دا کار يو نېک اقدام دى او دوى يې ستاينه کوي.

ده وويل: ((ډېر خوشحاله يو چې زموږ د نجونو لپاره ښوونځى جوړيږي، هسې هم د دغه ولايت په ډېرو سيمو کې نجونې له زده کړو څخه محرومې دي.))

دغه راز د سروبې ولسوالۍ اوسېدونکي رحيم خروټي وويل چې د يادو ښوونځيو په جوړېدو سره به په دغه ولايت کې د لوستو نجونو شمېره لوړه شي.

هغه زياته کړه: ((دا يو پرمختګ دى او له زړه ورته خوشحاله يو.))

همدارنګه د پکتيکا د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمد نيسم واجد وويل، دوى د پوهنې په برخه کې د کټوازي له همکارى څخه مننه کوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولايت کې شاوخوا شل زره نجونې په زده کړو بوختي دي، خو د يادو ښوونځيو په جوړېدو سره به يې شمېره ډېره لوړه شي.

پکتيکا له ګاونډي هېواد پاکستان سره ګډه پوله لري، ډېرې سيمې يې ناامنه دي چې له امله يې نجونې نه شي کولاى خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

لیکوال

ننګ درانی




t