له المان څخه ۳۱ افغان کډوال را اېستل شوي

له المان څخه ۳۱ افغان کډوال را اېستل شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت د ویاند مرستیال محمدرضا باهر  وویل چې د یادو افغان کډوالو الوتکه د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته را ورسېدله.

د نوموړي په وینا، له اروپايي هېوادونو، په تېره المان نه را اېستل کېدونکي افغان کډوال نارینه دي. هغه وايي، دا هغه کسان چې قضیې یې د کډوالو ادارې یا هم هغه کسان دي چې مخکمې یې له څلور ځله نه ډېر د هغوی قضیې نه دي منل شوي.

باهر زیاتوي، له المان سره د افغانستان د هوکړې له مخې، هېڅکله به له یاد هېواد نه ښځې، ماشومان، ناروغان او د ډېر عمر لرونکي کسان نه را اېستل کېږي.

د دغه وزارت مسوولان وايي، د ۲۰۱۹ زېږدیز کال پر مهال، له اروپايي هېوادونو نه ۱۰۸۰ افغان کډوال را اېستل شوې دي.

که څه هم د بشري حقونو ملاتړو نړیوالو ادارو په تېرو کلونو کې له اروپايي هېوادونو نه د افغان کډوالو پر را اېستلو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان وضعیت یې لپاره مناسب نه دی، خو دغو هېوادونو د افغان کډوالو د را اېستلو لړۍ ته دوام ورکړی دی.

لیکوال

ننګ درانی




t