اوه سلنه افغان ښځینه سرتېري له جنسي ځورونو سره مخ دي

اوه سلنه افغان ښځینه سرتېري له جنسي ځورونو سره مخ دي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ښځینه‌وو د وضعیت په اړه خپل راپور خپور کړ. په دغه راپور کې ۷ سلنه مرکه کوونکیو ویلي چې د خپلو نارینه همکارانو یا قوماندانو له جنسي ځور سره مخ شوې دي.

په راپور کې د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کلونو پر مهال د ښځینه‌وو د وضعیت ارزولو لپاره له ۲۲۷۲ ښځینه‌وو سره چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې کار کوي، مرکې شوې دي.

د جنسي ځور د کیسو ویل، په اړه یې نظر ورکول، د خصوصي او جنسي ژوند په اړه پوښتنې، د دغه راپور اصلي برخه جوړوي. د ناسمو او ځپونکیو جنسي کلمو ویل، د جنسي ځور وړاندیزونه هغه موارد دي چې په امنیتي او دفاعي لیکو کې شته ښځینه ورسره مخ شوې دي.

د بشري حقونو کمېسیون څېړنې دغه راز ښيي، هغه ښځې چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې کار کوي، له خبرو پرته جنسي ځور سره هم مخ شوي چې له ډلې یې ۱۰ سلنه ښځې د خپلو نارینه همکارانو له مینه‌ناکو او نامناسبو کتلو سره هم مخ شوې دي.

 په زوره د ښځو فزیکي ځور او پر هغوی لاس وهل هم هغه څه ده چې په دغه راپور کې یې یادونه شوې ده.

د بشري حقونو کمېسیون د راپور ۶۵ سلنه ګډونوالو د خپل جنسي ځور په اړه څه نه دي ویلي. د مرکه کوونکیو له ډلې ۸۰ کسانو چوپتیا غوره کړې، ۱۲۴ کسانو غبرګون ښودلی او ۱۴۱ نورو خپلې دندې پرېښي دي. دغه راز ۱۸۶۲ نورو په دې برخه کې هېڅ ځواب نه دی ورکړی.

د یاد کمېسیون په راپور کې راغلي چې ښايي د جنسي ځور قربانیان له ۷ سلنې ډېر وي؛ ځکه کېدای شي د موضوع د حساسیت یا هم د کار د له لاسه ورکولو له وېرې خبرو کولو ته نه وي حاضر شوې.

د بشري حقونو کمېسیون د راپور پر بنسټ، د جنسي ځور له ډلې ۱۵۷ موارده د جنسي کیسو کول، ۱۹۳ د خصوصي ژوند په اړه پوښتنې، ۲۱۳ جنسي کنایې، ۲۲۹ د کسانو د ظاهري بڼې په اړه نظر ورکول، ۲۳۸ نامناسبه ستاینه، ۶۹ مورده د جنسي اړیکې وړاندیز، ۳۲۷ ټیلیفوني مزاحمت، ۹۹ د لیدو بلنې ورکول او ۲۳۱ موارد هم د خوښېدو دي.

راپور زیاته کړې چې ۱۴۱ کسانو چې د ښځینه سرتېرو ۶،۲ سلنه جوړوي، خپلې دندې پرېښي دي، په داسې حال کې چې ۸۰ کسانو چې د دغو ښځو ۲،۹ سلنه جوړوي، لوړپوړیو چارواکیو ته راپور ورکړی او ۵،۵ سلنه نورو چې ۱۲۴ کسان کېږي، خپله غبرګون ښودلی دی.

خو د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې په دغو ادارو کې د ښځینه‌وو جنسي ځور کم شوی دی.

جنسي او حقوقي تبعیض او د نارینه‌وو په پرتله په معاشونو کې توپیر، هغه نورې ستونزې دي چې ښځینه سرتېرې ورسره لاس او ګرېوان دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دغه راپور په خپرولو سره د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د ښځینه‌وو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او د امنیتي مسوولانو د جدي پام غوښتنه یې کړې ده.




t