د شهیدانو او معلولانو ۱۷سلنه اسناد جعلي دي

د شهیدانو او معلولانو ۱۷سلنه اسناد جعلي دي

د شهیدانو او معلولانو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین اریوبي په کابل کې د یو شمېر همکارو ادارو د استازيو په ګډون د یوه ورکشاپ پرانستونکې غونډې ته په خبرو کې د شهیدانو او معلولانو د وارثانو په تړاو د دې وزارت د ۱۳۹۹ کال طرحه وړاندې کړه.

اریوبي غونډې ته په خبرو کې وویل چې د درې سوه لس زره اسنادو له ډلې، اټکل کېږي چې د ۵۰ زرو اسناد جعلي یا تکراري وي، یا د معلولیت نا مشخصه درجه او نورې ستونزې ولري چې دا شمېره د ټولو ثبت شویو اسنادو ۱۷ سلنه جوړوي.

نوموړي زیاته کړه، د ناسمو اسنادو د مخنیوي له درکه به درې ملیارده افغانۍ سپما وشي او د مستحقو معلولانو او شهیدانو کورنیو ته به ورکړل شي.

د شهیدانو او معلولانو په چارو کې د دولت وزیر له عامې روغتیا وزارت، نظامي ادارو، سترې محکمې، د سرشمېرنې او معلوماتو له ادارې، ولایتي امرانو او د ښاري ناحیو له وکیلانو وغوښتل چې د جعلي اسنادو او جعلي مصنوعي غړیو د جوړونې او تفکیک د مخنیوي په اړه دې له یاد وزارت سره مرسته او همکاري وکړي.

ټاکل شوې د عامې روغتیا وزارت د مصنوعي غړیو د جوړونې او جراحۍ په برخه کې او د سرشمېرنې یا احصايیې اداره هم د معلولو کسانو او شهیدانو د وارثانو په بایومټریک پروسه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.




t