موټر چلوونکي: لویو لارو کې د ترازو مسوولين

موټر چلوونکي: لویو لارو کې د ترازو مسوولين

د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار او اقینې بندر د لویې لارې یو شمېر موټرچلوونکیو په یوه اعتراضیه غونډه کې شکایت وکړ چې د میمنې ښار په دروازو کې د لوړ ټناژ تلو چارواکي له دوی ناقانونه پیسې اخلي.

د دغو موټرچلوونکیو له ډلې زمان خان او سعدالدین  وویل چې د تلو د چارواکیو له اخاذۍ تر پوزې راغلي دي.

د دوی په وینا، دغه چارواکي له هر موټر نه په ښاري کمربند کې له ۵۰۰ تر ۱۲۰۰ افغانیو ناقانونه پیسې اخلي. موټرچلوونکي زیاتوي، یادو مسوولانو پر دوی چور ګډ کړی او په ناقانونه توګه ترې پیسې اخلي.

په همدې حال کې یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط  وویل چې د میمنې ښار په دروازو کې د تلو چارواکي په ورځنۍ کچه له ۱۵ تر ۲۰ زرو افغانیو ناقانونه پیسې اخلي.

بله‌خوا د فاریاب د اندخوی ولسوالي د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس عبدالمجید نیازی هم وايي چې د ښاري کمربند چارواکي له موټرچلوونکیو او سوداګرو پیسې اخلي.

نیازی زیاتوي، موټرچلوونکي یا سوداګر د طالبانو د چک پاینټونو له امله نه شي کولای چې د خپلو مالونو اصلي سندونه له ځانه سره وګرځوي، خو په همدې پلمه د دوی مالونه او پرې بار موټر د ښار په دروازو کې درول کېږي او تر هغو یې نه پرېږدي چې پیسې یې نه وي ورکړې.

د فاریاب د ټولګټو چارو رییس فاروق د موټرچلوونکیو د شکایت په تړاو  پر چارواکیو پورې شوي تورونه رد کړل، خو زیاته یې کړه چې د دغې موضوع د سپیناوي لپاره یې پلاوی ټاکلی او که د موټرچلوونکیو تورونه ثابت شول، سرغړوونکیو ته به سزا ورکړل شي.

دغه راز د فاریاب د ټولګټو ریاست چارواکي وايي، تر دې وړاندې هغه موټر جریمه کېدل چې خپل موټر به یې له حده زیات بار کړي وو، خو د حکومت مرکزي ادارې له امر سره سم دغه جریمه هم له منځه یووړل شوه او اوس له موټرچلوونکیو هېڅ ډول پیسې نه اخیستل کېږي.

لیکوال

ننګ درانی




t