د اسراییلو په هوايي برید کې ایراني پوځيان وژل شوي

د اسراییلو په هوايي برید کې ایراني پوځيان وژل شوي

د سوریې پوځ وايي، اسراییلو په دې هېواد کې د ایران له خوا پر استول شویو وسلو برید کړی. د سوریې د بشر حقونو د څار ډلې ویلي، تېره شپه دمشق نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه په دې برید کې څلور ایراني پوځیان وژل شوي. سرچینه وايي، په دې برید کې د سوریې درې سرتېري هم وژل شوي. د یادې سرچینې په وینا، دا برید وروسته تر هغه شوی، چې له ایران او د سوریې له ځینو سیمو هلته په وسلو بار الوتکې رسېدلې وې. د سوریې پوځ وايي، د اسراییلو په دې برید کې له ایرانه استول شوې وسلې په نښه شوې دي. د سوریې دولتي خبري اژانس سانا د یوه پوځي ویاند له خولې ویلي، برید تېره شپه د نیول شوي جولان له لوړو شوی دی.




t