افغانانو په تشو لاسو د وخت زبر ځواک مات کړ

افغانانو په تشو لاسو د وخت زبر ځواک مات کړ

صابر (نېکمل)

د سلواغې (دلو) ۲۶مه له افغانستان څخه د سرو لښکرو د وتلو له ورځي سره برابره ده.

په ۱۳۵۸ هجري لمريز کال کي په افغانستان کي یوه پېښه رامنځ ته شوه، چي ددغه کال د مرغومي له میاشتي بيا د ۱۳۶۷ کال تر سلواغې میاشتي پوري د نړۍ په خبري سرټکو کي یې قرار درلود.

په دغو ۹ کلونو او ۵۳ ورځو کي په افغانستان کي درنې او خونړۍ جګړې او د دوو لوریو ترمنځ شدید جنګ په سیمه ییزه او نړیواله کچه ستر تحول رامنځ ته کړ.

ددغي جګړې یوه طرف ته د نړۍ مجهزترینه او ترټولو پیاوړی پوځ و، چي د پخواني شوروي اتحاد پوځ بلل کېده او په نړیواله کچه هم د اوسپنیز او نه ماتېدونکي پوځ په نوم مشهور و او بل طرف ته هغه بېچاره او فقير ملت قرار درلود، چي په لاس کي یې هیڅ هم نه لرل، خو داسي آبرقدرته او استبدادي لښکري يې تیت پاشان کړې، چي د وخت په پیشرفته امکاناتو مجهزي وې.

د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو او ظالم پوځ په افغانستان کي شاوخوا ۱۰ کاله د وخت د حکومت د مخالفینو په وړاندي سختي جګړې وکړې، چي د رسمي شمېرو له مخي، د افغانستان یو نیم میلیون وګړي پکي ووژل شول او په میلیونونو نور د خپلو کورونو وتلو ته اړ شول.

دغو ښکېلاکګرو پوځونو هم په دې جګړه کي ډېره بیه پرې کړه؛ د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز شمېرې ښیي، چي په دغه موده کي تر ۱۴زره ډېر روسي پوځیان ووژل شول.

د افغانستان کمونیسټي رژیم ددغه هیواد د میړنیو خلکو د ۱۴ کلني مبارزې په پايله کي وپرځول شو، افغانستان ته د شوروي د سره پوځ راتګ په ۱۳۵۷ هجري لمريز کال کي د ثور میاشتي د ۷مي له کودتا سره هممهاله ؤ، خو د افغان مېړنیو، باتورانو او ننګياليو په وړاندي ټينګ نه شو او د ۱۳۶۷ هجري لمريز کال د سلواغې پر ۲۶مه نېټه سرې لښکري د افغانستان پرېښودلو ته مجبوره شوې.

که د افغانانو سرښندنه، مېړانه او مقاومت نه وای، نو ښايي د نړۍ یوه زبر ځواک او تر ملاتړ لاندي رژیم ته یې داسي شرمنده ماته نه وای ورکړې؛ له همدې آمله د سلواغې ۲۶مه / د فبرورۍ ۱۵مه نېټه، په افغانستان کي د شوروي د سره لښکرو د ماتي ورځي په توګه ثبت شوې ده.

له شکه پرته د شوروي پوځونو د يرغل په وړاندي د افغانانو د کلکي او هوډ لرونکي مبارزې کره ونډه د ستایلو ده، چي په دې جګړه کي افغان ښځو، نارینه وو، زړو او ځوانانو ټولو برخه اخيستې وه.

په دې جګړه کي د افغانستان له لوري تخمنیږي، چي تر یوه نیم میلیون زياتو وګړو پکي خپل ژوند له لاسه ورکړ. له پنځو تر لسو میليونو افغانان ګاونډيو هيوادونو ته کډه او یا هم په کور دننه مهاجر شول.

په ۸۰مه لسیزه کي د ټولو نړيوالو کډوالو نیمایي برخه د افغانستان مهاجرينو تشکیلوله، چي ددغو تلفاتو سره مل ۱.۲ میلیونه معلول، زخميان چي زیاتره یې غیر نظامیان وو، په ټوله کي د دولتي قوتونو په ګډون چي بیا یې هم اکثریت غیر نظامیان وو؛ ۳ میلیونه مجروح او معلول شول.

د هیواد اقتصاد، زراعت او د اوبو سیستم وران شو او د بیلګي په توګه ویلای شو، چي مخکي له دې د افغانستان د دوهم لوی ښار «کندهار» نفوس تر ۲۰۰٫۰۰۰ زیات و، خو وروسته تر دې راکم شو او په ۱۳۶۶ هجري لمريز کال کي ۲۵٫۰۰۰ تنو ته راټيټ شو.

د شوروي سرو استبدادي لښکرو په ټول هیواد کي له ۱۰ تر ۱۵ میلیونو ماینونه خښ کړل، چي د شاوخوا ۲۵۰۰۰ افغانانو د وژني سبب شو او اکثریت قربانیان یې ماشومان او بېګناه افغانان وو او تراوسه هم دغه لړۍ ادامه لري.



افغانستان دلو ۲۶مه روسیه لیکنه

تبصره وکړئ

avatar
t