نن د شوروي لښکرو د وتو ۳۲ مه کلیزه ده

نن د شوروي لښکرو د وتو ۳۲ مه کلیزه ده

افغانستان نن د دلوې شپږویشتمه( د روسي لښکرو د وتو ۳۲مه کلیزه) نمانځي.
په دې اړه ولسمشر غني یو پلاوی ټاکلی او ویلي، چې دغه ورځ دې په ټول هېواد کې ونمانځل شي.
روسي لښکرې ۳۲ کاله مخکې د یوې موافقې له مخې له افغانستانه ووتل، خو د شنونکو په باور تر هغې وروسته هم افغانستان ښه ورځ نه ده لیدلې.




t