غزني کې د طالبانو یوه لویه ډیپو نیول شوې ده

غزني کې د طالبانو یوه لویه ډیپو نیول شوې ده

ملي دفاع وزارت د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د وسلو د یوې لویې ډیپو د نیولو خبر ورکړی.
د وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، چې په دغه ډیپو کې تر ۲۰۰ بوریو چاودیدونکي توکي او ګڼ نور مهمات او وسایل ترلاسه شوي.
د سرچینې په حواله په ډیپو کې دوه وسله وال طالبان او څو پاکستاني ماین جوړونکي هم نیول شوي.




t