مدهو بالا: هغه افغان کډواله چي ۴ لسیزي يې پر بالیووډ راج وکړ

مدهو بالا: هغه افغان کډواله چي ۴ لسیزي يې پر بالیووډ راج وکړ

د هند په بالیووډ سېنما کي افغان کډوالې مدهوبالا پوره ۴ لسیزې د هند په سېنما کي داسي راج وچلاوه، چي په خپل ښه اداکارۍ او خاص انداز اداګانو يې د بالیووډ سېنما د مینه والو په زړنو کي خاص ځاي ځان ته پیداکړ او پوره ۴ لسیزې يې پر بالیووډ راج وکړ او تر اوسه لا د هندوانو په زړنو کي ځاي لري. نوموړې د بالیووډ په پخوانیو سېنمايي اداکارانو کي تر ټولو مخکښه وه.

د بالیووډ دا ځانګړي ښکلا لرونکي اداکاره مدهوبالا او کورنۍ يې  له افغانستان څخه هند ته کډه کړې وه او هلته یې د کډوالۍ ژوند تېراوه، چي بیا وروسته مدهوبالا فلمي نړۍ ته راغله او په لږ وخت کي يې په هندي سېنما کي یو ځانګړی نوم او مقام خپل کړ. هغه د حسن و جمال یوه ژوندۍ مجسمه وه. د هغې اصلي نوم ممتاز جهان بېګم دهلوي وه. د مدهوبالا پلار عطاءالله خان په پېښور کي په یوه شرکت کي دنده لرله. د هغې کورنۍ چي له افغانستان څخه هند ته ولاړه، نو په ډهلي کي مېشت سوه، چي بیا وروسته د ممبي ښار ته کډه سول.

مدهوبالا د ۱۹۳۳ ز کال د فبروري په ۱۴ نېټه وزېږېده. د هغې پلار ته یوه نجومي ویلي وو، چي دا جینۍ به یوه روښانه راتلونکې ولري او د شهرت لوړو مرتبو ته به ورسېږي. مدهوبالا خپل پلار سره ممبي ته د هغه وخت نوموتې اداکارې دیویکا راني خواته ولاړل، چي دیویکا راني د مدهوبالا له ښایسته دومره اغېزمنه سوه، چي په هغې یې د مدهوبالا نوم کېښوده، چې تراوسه هم هغه د مدهوبالا په نوم سره یادېږي.

مدهو بالا له همدي فلم څخه خپل هنري سفر پیل کړ.

مدهوبالا په لومړی ځل په یوه فلم (بسنت) کي د یوې کوچنۍ جینۍ رول ولوباوه، خو هغې چي په لومړی ځل په یوه فلم کي د هیروینې رول ولوباوه، نو د هند او نړۍ په هر ډګر کي مشهوره سوه او د ښایست او اداګانو اوازې یې خپرې شوې. دغه فلم (نیل کمل) نومېده او راج کپور ډایریکت کړی و.

په هندي سېنما کي یو شمېر تکړه او مشهوره سېنمايي اداکاران او هنرمندان افغانان دي، چي پخوا هند ته ګډه سوي او هلته يې هنر ته مخه کړي ده. په دي اداکارانو کي سلمان خان، شاه روخ خان، قادر خان او په دي وروستیو کي د یو بلي افغاني انجلی نوم ډېر په بالیووډ او ټولنیزو رسنیو کي کښته او پورته کیږي. دا ښکلي انجلۍ ورینا حسین نومیږي چي تازه يې د (Love Yatri) فلم څخه خپل هنري سفر پیل کړ.



افغاني مدهو بالا بالیووډ فلمي نړۍ
t