آسوشیتد پریس: د طالبانو او امریکایانو هوکړه ترسره شوې

آسوشیتد پریس: د طالبانو او امریکایانو هوکړه ترسره شوې

د امریکا آسوشیتد پریس خبري اژانس د امریکایي سرچینو په حواله وسله والو طالبانو سره د دغه هېواد د سولې توافق د بشپړیدو خبر ورکړی.
سرچینې ویلي، چې توافق ترسره شوی او زر به یې اجرایي برخه هم پيل شي.
له دې سره امریکا هیله من دی، چې له افغانستانه یې د سرتېرو د ویستو زمینه مساعده شي.
وسله والو طالبانو د سولې وروستیو پرمختګونو په اړه څه نه دي ویلي.




t