شیرازدو کې عملیات دوام لرې

شیرازدو کې عملیات دوام لرې

د هیواد په ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لوري چاڼیز عملیات دوام لري، امنیتي ځواکونه خبر ورکوی چې په ترڅ کې یې تردې دمه ډېری سیمې د ترهګرو له شتونه پاکې کړې دي
امنیتي چارواکي زیاتوي چې د افغان ځواکونو له خوا د دې ولسوالۍ په پاکو سوو سیمو کې یې د بیارغونې کارونه پیل سوي دي
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قومندان، برید جنرال محمد کریم نیازی وایي، چې افغان ځواکونو په شیرزادو ولسوالۍ کې د درې کیلو متره په اوږدوالي د یوه سړک د جوړولو کار هم پیل کړی، چې دوه کلي سره نښلوي.
تر دم ګړي وسلوالو طالبانو ددې عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دې ویلې.




t