امنیتي ځواکونه؛ طالبانو سولې ته غاړه کیږدئ

امنیتي ځواکونه؛ طالبانو سولې ته غاړه کیږدئ

د هیواد په بغلان کې میشت امنیتي ځواکونه پر وسله والو مخالفینو غږ کوي، چې سولې ته غاړه کېږدئ او نور سراسري اوربند وکړئ دوی وایي، چې سوله د ټول ولس هیله ده او طالبان باید د خلکو هیلو ته درناوی وکړي.
دوی زیاتوي، که چیرې دغه ډله تاوتریخوالي ته دوام ورکړي، نو د افغان ځواکونو له خوا به وځپل سی.
د یادوني وړ ده چې هلته د قطر مرکز دوحه کې بیا طالبان او امریکایان د ۷ ورځني تاوتریخوالي کمولو ته سره سلا سوي او ممکن لنډ وخت کې بین الافغاني مزاکرات هم تر سره سي.




t