چارواکو تائید کړه چې په سره رود کې ملکیان وژل سوي

چارواکو تائید کړه چې په سره رود کې ملکیان وژل سوي

د ننګرهار ولایت چارواکو تائید کړه چې د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې په هوایي برید کې وژل سوي کسان ټول ملکي وګړې وه د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وویل چې دغه برید تېر مازیګر ۴بجې د سره رود ولسوالۍ په ککړک خوړ سیمه کې سوی چې د یوه ماشوم په ګډون ۸ تنه ملکي وګړي په کې وژل سوي دي.
د ښاغلي خوږیاڼي په خبره، د برید موخه وسله وال طالبان وو چې وړاندې یې له دغې سیمې د چک پواینټ په توګه استفاده کوله.




t