کابل: نشه یي مواد ونیول سوه

کابل: نشه یي مواد ونیول سوه

په کابل ولایت کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په لومړۍ پېښه کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې ۲۰ کیلو او ۷۶۰ ګرامه هیروئین ونیول. دا نشه‌يي مواد او قاچاق کوونکي د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې له ۲۰ ورځو راهیسې د پولیسو له‌خوا په خاص ډول څارل کېدل، دوی د عملیاتو په نتیجه کې څه د پاسه ۲۰ کیلوګرامه هیروئینو سره ولچک سول د یادګاري په خبره په دوهمه پېښه کې د کابل ښار د ۱۲مې ناحیې اړوند سیمې په یوه کور کې ۳۶۹۰ ټابلېټ (K) ګولۍ ونیول سوې.




t