د زرمت او سیدونکو یوه اعتراضیه غونډه کړې

د زرمت او سیدونکو یوه اعتراضیه غونډه کړې

د هیواد د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اوسیدونکو د هوايي او شپنیو عملیاتو د قربانیانو کورنیو په یوې اعتراضیه غونډه کې له حکومت غوښتي چې د دغو پېښو عاملانو ته دې ژر تر ژره سزا ورکړل سي دغه کورنۍ وايي، یو کال کېږي چې د هرې دولتي او غیر دولتي ادارې دروازه ور ټکوي خو هېڅوک یې د عدالت غوښتنې غږ ته ځواب نه ورکوي. د قربانیانو د کورنۍ غړي وايي د دوی د خپلوانو له وژل کېدو څه باندې یو کال تېرېږي؛ خو تر اوسه هېڅ دولتي ادارې دوی ته ځواب نه دی ورکړی او ان د بشري حقونو بنسټونه هم د یادو پېښو په څېړنه کې پاتې راغلي دي. دغه نیوکې داسې مهال کېږي چې، تر دې مخکې د بشري حقونو بنسټونو هم په هېواد کې د جګړې د ښکېلو خواو په نښتو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې له امله اندېښنې په ډاګه کړي او زیاته کړې یې ده چې، تر اوسه ډېر کم پېښ سوي چې، د ولسي وګړو د وژنې عاملینو ته دې سزا ورکړل سوي وي.
دا په داسې حال کې ده چې په هیواد کې ولسونه یواځي د شپنیو عملیاتو نه؛ بلکې د ړندو بمباریو څخه هم سر ټکوي چې پرون هم د هوایي ځواکونو په یوه برید کې په ننګرهار کې ۹ ملکي وګړې ووژل سوه.




t